فورم آنلاین پاسپورت | فورم آنلاین: فورم آنلاین پاسپورت، فورم آنلاین د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره لاندې معلوماتو او مدارکو تقه اړتیا ده. د مهربانۍ له مخې د آنلاین فورمې د کره بشپړولو لپاره له لارښود څخه ګټه واخلئ.
فورم آنلاین پاسپورت


محصولات شرکت کنترل فرآیند پاسارگاد
اړین اسناد (فورم آنلاین پاسپورت)
- د تابعیت تذکره
1. هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې ولایتونه دي او غواړي په مرکز کې پاسپورټ واخلي، تذکره یې باید د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست (مرکز) څخه تائید وي.
2. هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې کابل ولایت دی، تذکره یې باید د کابل ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له عمومي مدیریت څخه تائید وي.
3. هغه متقاضیان چې اصلي سکونت یې په ولایتونو کې دی او غواړي په ولایتونو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، تذکره یې باید د هماغه ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له مدیریت څخه تائید وي.
4. د ماشومانو د زېږېدنې سند هغه مهال د اعتبار وړ دی، چې د نفوسو د احوال ثبتولو له ریاست او ولایتي څانګو څخه تائید شوی وي.
5. هغه ماشومان چي عمرونه یي تر اوو (۷) کالونو رسېدلي وي، په تذکره کې یې د عکس لګول اړین دي.
6. هغه متقاضیان چي د تذکرې عکس یې له اوسنۍ څهرې سره ورته والی نه لري او نه پېژندل کېږي، مکلف دي چې په تذکره کې نوی عکس ولګوي.
7. هغه متقاضیان چې فعلي سکونت یې له اصلي سکونت سره تغیر ولري او د پاسپورټ غوښتنې آنلاین فورمه په فعلي مسکن کې بشپړوي، د تذکرې تائید یې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې د ځايي څانګو له لارې ترسره کېږي.
8. هغه متقاضیان چې په بهر کې زېږېدلي دي، مکلف دي چې د هماغه هیواد د زېږدنې سند (Birth Certificate) د نفوسو د احوال ثبتولو له ادارې څخه تائید کړي. - د آنلاین فورمي بشپړول.
- د پاسپورټ د محصول د تحویلۍ رسید.
- د بایومټریک او اسنادو د ورکړې پر مهال د پاسپورټ په مرکزي اداره او یا هم نورو څانګو کې د متقضاضي شتون اړین دی.
- هغو متقاضیانو لپاره چې عمرونه یې له اتلسو (۱۸) کالونو کم دي، د والدینو د کتبي غوښتنې، د قانوني پرېکړې او یا د محکمې د اجازې پر اساس صادرېږي. که چېرته عریضه کوونکې د شخص مور وي؛ نو په دې صورت کې نوموړې باید له پاسپورټ اخیستونکي وګړي سره خپله خپلوي تثبیت کړي.
- د دماغي ناروغانو لپاره د ناروغ د حقیقي او اصولي خپلوانو د غوښتنې په اساس پاسپورټ صادرېږي.
- د ملي سوداګرو لپاره د سوداګرۍ جواز او د سوداګرۍ وزارت یا د نورو اړوندو ادارو رسمي مکتوب وړاندې کول اړین دي.
- له پورته ذکر شوو مواردو پرته هغه متقاضیان چې د یو باصلاحیته ادارې له لوري د رسمي مکتوب پر اساس معرفي شوي وي، په مکتوب کې د متقاضي عکس باید ټاپه شوی وي. معرفي شوی وګړي باید له لاندې یادو شوو ځانګړتیاوو برخمن وی. (هغه ناروغان چې د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولنې د پیژندلیک پر اساس د تداوۍ په موخه له هیواد څخه بهر ځي. // د امنیتي ځواکونو هغه ټپیان چې د تداوۍ په موخه بهر ته استول کېږي. // هغه لوبغاړي چې د المپک ملي کمېټې او د بدني روزنې د عمومي ریاست له لوري په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره ځي. // د درېیم بست او تر دې د لوړو بستونو کارکونکي. // هغه نظامي منسوبین چې ډګروال او یا هم تر دې لوړه رتبه ولري.)
د اعتبار موده (فورم آنلاین پاسپورت)
- د متقاضي د غوښتنې پر اساس پاسپورټ د پنځو او یا هم لسو کالو مودې لپاره صادرېږي. د انقضا په صورت کې د اعتبار موده غځول کېږي.
- هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه ده پوره شوې اما د ګڼو سفرونو له کبله یې د پاسپورټ پاڼې ډکې شوې دي، د ټاکلي محصول په بدل ورته پاسپورټ صادرېږي او که پخوانی پاسپورټ یې د کوم معتبر هیواد ویزه ولري، له کنسل کېدلو وروسته له نوي پاسپورټ سره ضمیمه کېږي.
- هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه وي پوره شوې؛ خو د اعتبار موده یې د کوربه هیوادونو له ټاکل شوو شرطونو څخه کمه ده، د غوښتنې په اساس ورته تمدیدېږي.